د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر جوماتونو او تکیه‌خانو ځانمرګو بریدونو او چاودنو د غزني ښار په «خانقاو» کې پر تصوفي او عرفاني غونډو او فعالیتونو سیوری غوړولی دی.

په وروستیو څو ورځو کې د غزني ښار د «خانقاو» ټول زده‌کړه‌ییز پروګرامونه او ذکري حلقې ځنډول شوي او دغو خانقاو ته د ځوانو مریدانو پر ورتګ هم بندیز لګېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غزني کې د تصوف یو‌شمېر مریدان وايي چې دغه پرېکړه په دغه ولایت کې د احتمالي امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره نیول شوې ده.

په غزني کې د یوې خانقاه مرید امان‌الله وايي: «پخوا به سهار تللو او تر اتو بجو به مو مناجات لوستل. په دې وروستیو کې د امنیتي ګواښونو له امله د مشرانو او خلیفه صاحبانو له لوري د ټولو په مشوره پرېکړه شوې چې ځوان مریدان دي تر بلې خبرتیا پورې نه راځي.»

د غزني اوسېدونکی سمېع‌الله چې په «زوړ ښار» کې د یوې خانقاه سره نږدې ژوند کوي وايي، له څو ورځو راهیسې په یاده سیمه کې د «قادریه شریف» خانقاه دروازه د مریدانو پرمخ تړل شوې ده.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان بیا د دغه ولایت په خانقاو کې د ذکر او مناجاتو د پروګرامونو او حلقو ځنډېدل، ردوي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر منصور افغان سلام‌وطندار ته وايي چې د غزني په خانقاو کې پروګرامونه نه دي بند شوي او د اسلامي امارت مسوولان د دغه ولایت په ټولو برخو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

په غزني ښار کې اوس شاوخوا ۱۱ بابه خانقاوې شته چې شاوخوا ۱۰۰۰۰ مریدان لري. همداراز شاوخوا ۱۵ مرشدان لري چې په دغه ولایت کې خپلو مریدانو ته د ارشاد، تدریس او زده‌کړو بهیر مخې ته وړي.

«قادریه، نقشبندیه، چشتیه او سهروردیه» په اسلامي نړۍ کې څلور پېژندل شوي طریقتونه دي چې په غزني ولایت کې یوازې «قادریه او نقشبندیه» پیر او مریدان لري.

د عرفاني مطالعاتو څېړونکی عبدالباقي هیله‌من غزنوي وايي چې خانقاه او تصوف یوازې د مسلمانانو او اسلام‌ دین لپاره ځانګړی نه دی، بلکې په ټولو ادیانو کې شته او د خانقاه خلک مینه‌ناک او له یوه بل سره د ژوند کولو پلويان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په اسلامي نړۍ کې د تصوف، عرفان او د خانقاو د فعالیتونه رېښې د اسلام دین د ظهور لومړیو کالونو ته رسېږي. افغانستان کې د تصوف او عرفاني طریقت پیروان خپل تصوفي او عرفاني فعالیتونه خلفای راشدین، دیني امامانو او د اسلام پیغمبرانو پورې تړلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام