د روژې په میاشت کې په ځانګړې توګه په وروستیو ورځو کې پرله پسې چاودنو هېوادوال اندېښمن کړي. د پلازمېني اوسېدونکي وايي، پرله پسې چاودنو وېرولي او د دې تمه هم نه لري چې امنیتي وضیعت به سم شي.

د کابل ښار د اوسېدوونکو په وینا، په جوماتونو کې بریدونه او چاودنې د دې  سبب شوي چې  د خپل ځان ساتنې لپاره د اختر لمونځ کې هم ګډون ونه کړي. دوی ټیګار کوي چې  نه ‌غواړي په  ترهګریزو بریدونو کې دوی او کورنۍ  يې قرباني  شي.

د کابل ښار یو تن اوسېدوونکی صدیق‌الله په دې اړه وایي: « دې چاودنو سره چې هره ورځ  یې ګورو فکر نه کوم چې د اختر لمونځ لپاره هم جومات ته  ولاړ شم، ځکه وېره لرم چې کومه ورځ به زه هم په همدې پېښو کې برابر شم. ښه به وي چې په کور کې واوسم او کور کې لمونځ  وکړم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اختر په ورځو کې له  دوستانو سره لېده  کاته  د اختر له مهمو دودونو څخه دي، خو ښایي د امنیتي وضعیت په خرابېدو او پرله  پسې چاودنې د خلکو پر تګ او راتګ هم منفي اغیز کړی  دی.  د کابل اوسېدوونکي وايي،  ناامنیو ته  په  کتو ډېری خلک به د یو بل لېدو ته هم زړه ښه نه کړي.

مهریه هم د کابل ښار اوسېدوونکې ده، هغه هم د اختر مراسمو له لمانځلو څخه وېره لري. هغې وویل: « په اختر کې په ډاډه زړه خپلوانو کره نشو تلی ځکه وېره لرو چې خدای مه‌کړه کومه پېښه وشي.»

وموغوښتل د خلکو د اندېښنو او د امنیتي وضیعت په اړه د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو له بیا بیا اړیکو سره سره هم بریالي  نه  شو.

خلک داسې مهال د کوچني اختر په لمانځه کې د ګډون او د اختر د ورځو د لمانځلو په اړه اندېښمن دي چې تېره ورځ په کابل کې په يوه جومات کې د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شول. داسې پېښه چې له سختو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

په همدې حال کې خلک د اختر لمونځ کې د ګډون څخه هم اندېښمن دي، ځکه دې ورستیو کې زیاتره بریدونو په جوماتونو کې  شوي دي.

تېره ورځ کابل کې یوې خانقاه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ  ژوبله  واړوله.

دې پېښې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې  مټه نوډسن د دغه برید په غبرګون کې ویلي چې ورستي بریدونه د نړیوالو بشردوستانه  قوانینو نقض دی او  ژر تر ژره باید پای ته ورسېږي.

هغې ویلي: «پر ملکي وګړو ورستي بریدونو څخه  داسي  ښکاري چې قومي او مذهبي اقلیتونه هدف ګرځوي، دا د اندېښنې وړ ده. دا د نړیوالو بشري قوانینو او بشر حقوقو نقض دی او ژر ترژره باید ودرول شي.»

همداراز،  د افغانستان لپاره د امریکا  د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي  استازي ټوماس وېسټ یاد برید وحشتناکه بللی. د بښنې نړیوال سازمان هم د دې برید په غبرګون کې ویلي  چې د روژې میاشت داسې مهال په افغانستان کې پای ته ورسېده چې دغه هېواد کې خونړۍ بریدونه هم ترسره کېدل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، دغه ډول تاوتریخوالی باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د دې ترڅنګ  د  اسلامي امارت سرپرست حکومت چې د هېوادوالو د امنیت تامین مسوولیت لري هم یاد برید غندلی او ویلي يې دي، دغه ډول جنایات د هغو کړیو کار دی چې له اسلام  او هېواد سره اړیکه نه  ‌لري.

د رپوټونو له  مخې د روان  کال د روژې په میاشت کې پر ښوونیزو مرکزونو، ښوونځیو، او جوماتونو باندې چاودنو یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام