کابل کې د واژه، مقصودي او یوسف‌زاد خپروندویو ټولنو او کتاب پلورنځیو خاوندان وايي، سره له دې چې د فعالیتونو لپاره یې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه جواز لري، خو کابل ښاروالي دغې ادارې څخه د خدمتونو وړاندې کولو جواز نه‌درلودو له امله د دوی فعالیتونه ځنډولي دي.

د دغو خپروندویو ټولنو له خاوندانو څخه سیدمحمد محمدي سلام‌وطندار ته وویل، اسلامي امارت په دې کار سره غواړي، کابل کې د خپروندویو ټولنو او کتاب پلورنځیو فعالیتونه بند کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «کابل ښار کې کتاب‌پلورنځي ناسم وضعیت کې دي، د اسلامي امارت او د محدودیتونو او بې‌وزلۍ له امله. موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د فعالیت جواز لرو، اوس غواړي چې له ښاروالي هم د کتابونو ډېرۍ لپاره جواز واخلو. اسلامي امارت غواړي چې کابل کې د کتاب پلورونکو فعالیتونه ودروي.»

په همدې حال کې د یوې بلې خپروندویې ټولنې مسوول چې نه غواړي نوم یې رپوټ کې خپور شي، سلام‌وطندار ته وايي، بې‌وزلي، وزګارتیا او پر کتاب پلورنځیو محدودیت، هېواد کې د کتاب لوستو فرهنګ ته تر بل هر وخت زیان رسولی دی.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي، ټول اصناف باید ښاروالي څخه د ښاري خدمتونو جواز ترلاسه کړي، کنه نو فعالیت یې ځنډول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د خپروندویو ټولنو د اتحادیې د معلوماتو پربنسټ، د هېواد په کچه ۱۸۰ چاپ‌خونې او ۵۲۵ کتاب پلورونکي شتون لري چې له ډلې یې ۹۰ چاپ‌خونې او شاوخوا ۲۸۰ کتاب پلورونځي یې کابل ښار کې فعالیت لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام