د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي وايي چې دوی په تېر یوه کال کې د ۱۵۰ داسې کتابونو پر چاپ، پېر او پلور بندیز لګولی چې د اسلام دین له اصولو سره په ټکر کې وو.
نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د مسوولانو لهخوا د خپل کلني راپور د وړاندې کولو په اړه جوړې شوې غونډه ته وکړې.
فراهي همداراز زیاته کړه چې له یادو کتابونو سربېره په سلګونه نور کتابونه هم تر ارزونې لاندې دي چې د نوموړي په وینا، د ملي ګټو او یووالي په زیان وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال ټينګار وکړ چې د دوی له لوري پېژندل شوي کتابونه افغانستان کې د مسیحیت د دودولو په موخه چاپ شوي وو.
بلخوا د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو په اړه جوړې شوې غونډې ته د یاد وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیقالله عزیزي پر مخکیني حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل چې فرهنګ او کتاب ته یې کار نه دی کړی دی.
په ورته مهال د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد دې ناستې ته وویل چې د لومړي ځل لپاره د بېهقي ریاست لهخوا په فارسي ژبه «تفسیر کابلي» چاپ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د قران کریم نهه ډوله نسخې هم د لومړي ځل لپاره چاپ ته اماده شوي او ډېر ژر به خلکو باندې ووېشل شي. مجاهد وویل، د بېهقي کتاب پلورنځي په کابل او ولایتونو کې فعال دی چې یوازې پلازمېنه کې ۱۴ غرفې لري چې دا مهال فعالې دي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې دغه وزارت تر دامهاله خپله پنځوس سلنه بودیجه مصرف کړې او په تېر یوه کال کې یې ۹۹ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.