د ملګرو ملتونو سازمان پرون په جینوا کې د دې شورا په غونډه کې ویلي، داسې باورېدونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي چې ښایي پر کابل د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان له محاکمې پرته وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرستیالې نَدا النشیف د دې شورا په غونډه کې ویلي چې دوی د هغو پخوانیو امنیتي ځواکونو او د هغو کسانو په اړه چې په تېر حکومت کې یې دندې کړې وې، د وژنې باوري تورونه ترلاسه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړې په وینا، په دغو وژنو کې شاوخوا د ۷۲ قضیو پړ اسلامي امارت ګڼل شوي چې د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه په څرګنده توګه نندارې ته ايښودل شوي دي.

د بشري حقونو د شورا مرستیالې دغه راز ویلي، دې وضعيت په افغانستان کې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده. دغه راز نوموړې زیاته کړې چې د اګسټ د میاشتې راهيسې تراوسه ۸ مدني فعالان او ۲ خبریالان په دغه هېواد کې وژل شوي دي.

النشیف همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې  د ۵۹ کسانو نیول هم یاد کړي چې ویلي په غیر قانوني توګه نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرستیالې داسې مهال په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې تر ۱۰۰ د زیاتو افغانانو د بې‌محاکمې وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د دې میاشتې په پیل کې د بشري حقونو د څار سازمان هم د هېواد په څلور ولایتونو هلمند، کندهار، غزني او کندز کې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د شاوخوا د ۱۰۰ غړو د وژل کېدو او د تري تم کېدو راپور خپور کړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پرونۍ غونډه کې د دې شورا مرستیالې دغه‌راز ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت  مخ په خرابېدو دی او زیاته کې چې  بشري بحران، د ښځو او نجونو وضعيت، د بې‌کارۍ زیاتېدلو او د افغانستان د پانګې کنګلېدل د دې شورا اندېښنې زیاتې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم واخلو، خو د بیا بیا اړیکو سره سره هم بریالي نشو. خو د اسلامي امارت ویاندویانو له ځینو رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض په اړه د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام