په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو سازمان پرون په جینوا کې د دې شورا په غونډه کې ویلي، داسې باورېدونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي چې ښایي پر کابل د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان له محاکمې پرته وژل شوي دي. د بشري حقونو د شورا مرستیالې دغه راز ویلي، دې وضعيت په افغانستان کې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده.