په افغانستان د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوامدارې جګړې له کبله د بشري حقونو د نقض په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ دي.

 یوناما ویلي چې په افغانستان کې د قتل، ناسم چلن، ځور او توپیري چلن اړوند راپورونه د وېرې او ناامنۍ لامل شوي او هغه کسان چې ورته اقدامات کوي، باید ځواب ووايي.

د سلام‌وطندار پښتتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوناما ټینګار کړی چې افغانان، په تېره ښځې مخکې له سخت توپیري چلن سره مخ شوې دي. دغې ادارې ویلي، ښکېل لوري باید بشري حقونو او د افغانانو، په تېره د ښځو او نجونو کرامت ته درناوی وکړي.



په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي، ملکیانو ته د زیان اوښتو د مخنیوي تر ټولو ښه لاره د سولې خبرې اترې دي او دا پروسه باید بیا پیاوړې شي.

د یوناما په خبره، دواړه لوري باید د سولې خبرو اترو او د افغانستان د ملي بنسټونو ساتنې ته چې ورانول یې د افغانانو د اندېښنې لامل ګرځېدلي، لومړیتوب ورکړي.

یوناما په جګړه کې له ښکېلو لوریو غوښتي چې د لوی اختر په مناسبت اوربند وکړي، څو افغانان د ارام ساه واخلي او دغه کار له یوې تلپاتې او مانالرونکې سولې سره مرسته کولای شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام