طالبان دې په لوی اختر کې اوربند وکړي

د جګړې د قربانیانو ملي کمېټې نن په یوه خبري غونډه کې د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په لوی اختر کې اوربند وکړي. د جګړې د قربانیانو ملي کمېټې مرستیال حبیب‌الرحمان بخشي وايي، په هېواد کې وروستیو جګړو د ملکیانو او نظامیانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه کړې او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالی به د وضعیت لا خرابوالي لامل شي.

«بادغیس ته یو تازه‌دمی سرتېری هم نه دی استول شوی»

سره له دې چې د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار په ځینو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو له جګړې شاوخوا ۱۰ ورځې تېرېږي، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي ادعا کوي چې تر اوسه بادغیس ته مرستندویه ځواکونه نه دي لېږل شوي.

طالبانو سلما بند په هاوانونو ویشتی

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله‌محمد همدرد وايي، طالبانو پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې دغه بند په څو هاوانونو ویشتی دی. د نوموړي په وینا، یاد هاوانونه د بند په شاوخوا کې لګېدلي دي. الله‌محمد زیاتوي، طالبان اوس د سلما بند په شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د هرات په چشت ولسوالي کې یوه باوري محلي سرچینه وايي چې په تېرو څو ورځو کې د سلما بند ځینې امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

لغمان کې هغه چارواکي نیول شوي چې الینګار ولسوالي یې طالبانو ته پريښې

د چارواکو په وینا، هغه څلور لوړرتبه مسوولان یې نیولي چې یاده ولسوالي یې د هوايي او ځمکنۍ مرستې له رسېدو سره سره طالبانو ته پرېښې ده.
د لغمان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په نیول شویو کسانو کې د الینګار ولسوال قاضي حبیب‌الرحمان، سرپرست امنیه قوماندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امر مرستیال شامل دي.