د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب وسله‌والو پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې دغه بند په څو هاوانونو ویشتی دی. د نوموړي په وینا، یاد هاوانونه د بند په شاوخوا کې لګېدلي دي.

هغه دغه بند ته د پېښو ګواښونو د ډېروالي په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د سلما بند ساتنې او پر وړاندې یې د شته ګواښونو د مخنیوي لپاره باید د بند شاوخوا سیمو کې پراخ عملیات وشي او طالبان ترې وشړل شي. الله‌محمد زیاتوي، طالبان اوس د سلما بند په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات په چشت ولسوالي کې یوه باوري محلي سرچینه وايي چې په تېرو څو ورځو کې د سلما بند ځینې امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

په همدې حال کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري پر سلما بند د څو مرمیو د توغولو په اړه اندېښنه ښودلې او په خبره یې، د هاوان یوشمېر مرمۍ د بند پر شاوخوا لګېدلې دي.



دغې ادارې د طالبانو له لوري د سلما بند ورانولو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری ورکړی، که دغه بریدونه دوام ومومي، نه یوازې بند به زیانمن کړي، بلکې ګڼ‌شمېر خلکو ته به ځاني او مالي زیانونه هم واړوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې زیاته کړې چې سلما یو ډېر مهم او ستر بند دی چې د اتو ولسوالیو د اوسېدونکو ژوند په یاد بند کې له زېرمه شویو اوبو سره تړلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغې ادارې ویلي: «له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې ملي پانګه د ټولو ګډه شتمني ده او په جګړو کې باید ورته زیان ونه رسېږي. دا ملي پانګه باید وساتل شي او د سلما بند پر وړاندې هر ډول یرغل او برید باید ودرېږي.»

له هغه وروسته چې د هرات چشت ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله، د سلما بند د ویجاړېدو او ورته د زیان رسېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې، خو طالبان ادعا کوي چې سترو ملي پروژو ته زیان نه رسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام