په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د اوبو پر بندونو د طالبانو په ۱۱۸ بریدونو کې لږترلږه ۸۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.

په ملي امنیت شورا کې د یوې سرچینې له لوري سلام‌وطندار ته د رسېدلیو معلوماتو له مخې، په یادو بندونو کې د شاه‌ و عروس، په پکتیا کې د مچلغو، په هرات کې د سلما او پاشدان، په هلمند کې د کجکي او ګرشک او په فاریاب کې د هندرې بندونه شامل دي.

په دغو ۱۱۸ بریدونو کې د راکېټونو ویشتل، وسله‌وال بریدونه او چاودنې شامل دي.

شمېره بند ولایت وژل شوي –امنیتي ځواکونه ټپیان – امنیتي ځواکونه
۱ شاه ‌و عروس کابل ۲ ۴
۲ مچلغو پکتیا ۲۹ ۴۲
۳ سلما هرات ۱۴ ۱۴
۴ کجکي هلمند ۱
۵ پاشدان هرات ۳ ۱
۶ دهندره فاریاب ۳۱ ۲۱
۷ گرشک هلمند

هرات کې د پاشدان بند د ساتونکو امنیتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو په وروستي برید کې چې د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه وشو، ۳ امنیتي ځواکونه ووژل شول او یو بل ټپي شو. طالبانو په دغه برید کې د یاد بند ۶ ساتونکي هم وتښتول.

دغه راز، طالبانو یوه میاشت مخکې د پاشدان بند ۹ کاریګر وتښتول چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې بېرته را خوشې شول.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د سږ کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه په نیمروز کې د کمال خان بند د اوبو له زېرمه کېدو وروسته پرانېست.

هغه سیمه چې کمال‌خان بند په‌کې دی، ډېرې دښتې او کم ژوروالی لري. د دغه بند لوړوالی ۱۶ متره دی او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په وینا، ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام