Asset 1SWN

سلام وطندار

د سلما بند د دېوال په ځینو برخو کې تخنیکي ستونزې پیدا شوي

2-1

په هرات کې د کوزني هریرود د سندیزې فرعي حوزې رییس انجینر حسن فضلي وايي، د سلما بند د دېوال ځینې برخې له ۵۰ تر ۶۰ سانتي مترو پورې ناستې دي.

نوموړي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې دغه تخنیکي ستونزې ډېری د دېوال په خاورینو برخو کې پیدا شوې دي.

هغه وايي، سلما بند ټول‌ټال ۵۰۰ متره اوږدوالی او د ۶۳۳ میلیونه متره مکعب اوبو د ساتلو وړتیا لري، خو په وینا یې، اوس په‌کې د احتیاط لپاره ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه متره مکعبه کمې اوبه ساتي.

فضلي زیاتوي، په دغه بند کې د تخنیکي ستونزو په اړه یې په کابل کې د هندوستان سفارت او د بند جوړوونکې کمپنۍ ته خبر ورکړی او هندي انجینرانو ورته ویلي چې یاده ستونزه به په نږدې راتلونکې کې حل کړي.

نوموړی وايي، تر هغه چې دا ستونزې حل نه شي، د احتیاط لپاره به په‌کې ډېرې اوبه و نه ساتي.

که څه هم ویل کېږي چې د سلما بند کاسه ماته شوې، خو فضلي دا موضوع ردوي او وايي، په بند کې لګول شوې ځانګړې الې ښيي چې اوس د بند پر وړاندې کوم ګواښ نشته.

طالبانو له تېرو څو اوونیو راهیسې د سلما بند د برښنا پایه نړولې او د هرات د برښنا ریاست ته یې د جوړولو اجازه هم نه ده ورکړې.

سلما بند څلور کاله وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي له لوري پرانېستل شو. دغه بند د هرات ولایت په چشت ولسوالي کې د هند په ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته شویو پیسو جوړ شو.

دغه بند چې د جوړېدو اصلي موخه یې د هریرود سیند د اوبو راګرځول دي، د ۴۲ مېګاواټه برښنا د تولید او د ۲۰۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د سلما بند د بنسټ ډبره په ۱۹۷۶ کال کې د افغانستان د لومړي ولسمشر سردار محمد داوودخان د واکمنۍ پر مهال کېښودل شوه او ټاکل شوې وه چې د هند له لوري جوړ شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام