سره له دې چې د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار په ځینو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو له جګړې شاوخوا ۱۰ ورځې تېرېږي، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي ادعا کوي چې تر اوسه بادغیس ته مرستندویه ځواکونه نه دي لېږل شوي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي، د بادغیس د ولایتي شورا استازي، مدني فعالان او خبریالان چې په قلعه‌نو ښار کې یې د جګړې له زیاتېدو وروسته هرات ته پناه وړې، نن د یوې خبري غونډې پر مهال د قلعه‌نو ښار د ناسم امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې غړي عبداللطیف عثماني او ضیا‌الدین اکازی د حکومت مرکزي اداره بادغیس ولایت ته پر نه‌ پام او دروغ ویلو تورنوي او خبرداری ورکوي، که قلعه‌نو ښار ته تازه‌دمي ځواکونه ونه لېږل شي او هوايي ملاتړ یې ونه شي، په ښار کې به د خلکو ټول شته له منځه لاړ شي.



دوی وايي، تیار دي چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي، خو په وینا یې، تر اوسه لا یو تازه‌دمی سرتېری بادغیس ته نه دی ورلېږل شوی. بادغیسیان له حکومت، په ځانګړي ډول ولسمشر څخه غواړي چې ولایت ته یې پام وکړي او اجازه ور نه کړي چې لو لپه شي. ته پام واړوي

د ولسي جرګې غړي وايي، یوازې د پوځ لوا، د ولایت ودانۍ، د پولیسو امنیه قومانداني، ملي امنیت او یو سړک د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او د قلعه‌نو ښار نورې ټولې برخې د طالبانو له خوا نیول شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم قلعه‌نو ښار ته د تازه‌دمو ځواکونو پر نه استولو نیوکه کوي او وايي، په دغه ولایت کې د جګړو په زیاتېدو سره څه باندې ۲۰ زره کورنۍ له قلعه‌نو ښار نه کلیو او هرات ښار ته کډه شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا یوشمېر نور غړي، مدني فعالان او خبریالان په دې غونډه کې وايي، قلعه‌نو ښار کې هره ورځ جګړه روانه وي او خلکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله هم اوړي.

خو د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي، په تېرو ورځو کې قلعه‌نو ښار ته مرستندویه ځواکونه استول شوي، خو یاد ځواکونه د قلعه‌نو ښار له ځینو برخو څخه د طالبانو شړلو لپاره بسنه نه کوي او په وینا یې، ژمنه ورسره شوې چې نور تازه‌دمي ځواکونه به هم ور واستول شي.

د بادغیس والي همدارنګه وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قلعه‌نو ښار د طالبانو د ټولو بریدونو مخه نیولې او د ښار له ځینو سیمو څخه د طالبانو اېستلو لپاره هم هڅې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام