په روان کال کې وچکالۍ د هېواد لوېدیځې سیمې په ځانګړې توګه بادغیس ولایت ډېر ځپلی او د دغه ولایت اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي چې ځينې یې ان اړ کړي، څو خپلې مینې پرېږدي او د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ته کډه شي.

 د بادغیس ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالتواب نایب له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت په مرکزاو ولسوالیو کې د وچکالۍ پراخې نښې او نښانه لیدل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولایت د کرنې ریاست ټیم له څو ورځو راهیسې په دې بوخت دی چې بادغیس کې د وچکالۍ کچه معلومه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، په دغه ولایت کې ۶۰زره هکتاره کرنیزه ځمکه باندې للمي غنم کرل شوي وو، خو د بارانونو د نه ورېدو له امله یې سږکال حاصلات نه دي ورکړي.

 د بادغیس د کرنې رییس په خبره، په تېرکال او د روان کال په لومړیو کې په دغه ولایت کې ۲۳۰میلي متره ورښت وشو، خو دغه باران د کروندګرو د اړتیا پر وخت نه وو او له همدې امله یې د للمي غنمو کښت ته ګټه ونه کړه.

په ورته مهال د بادغیس ولایت یو‌شمېر کورندګر په دغه ولایت کې د وچکالۍ له ناورین څخه اندېښنه ښيي او وایي چې سږکال یې له خپلو ځمکو څخه حاصلات نه دي ترلاسه کړي. د بادغیس ولایت یو بزګر غلام مودود وایي، سږکال یې په خپلو کرنیزو ځمکو کې غنم، نخود، او هندوانې کرولې، خو یوه یې هم ښه حاصلات ور نه کړل.



په همدې حال کې هغه شمېر کورنۍ چې د دغه ولایت له ولسوالیو څخه د وچکالۍ له امله مرکز قلعه‌نو ښار ته بې‌ځایه شوي، له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ شکایت کوي.

 په بادغیس ولایت کې د وچکالۍ له امله یوې بې‌ځایه شوې، مېرمن بي بي ګل سلام‌وطندار ته وویل: «ځای نه لرو، که د ورځې یو ځل اودس وکړو، د دویم ځل لپاره د اودس کولو لپاره ځای نه لرو، په ګرمۍ کې مو لمر سوځوي او په ژمي کې له یخنۍ مرو.»

بل‌خوا د بادغس ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان سلام‌وطندار ته وایي چې د روان کال له لومړیو تراوسه پورې د دغه ولایت له ولسوالیو څخه مرکز قلعه‌نو ته د وچکالۍ او ناامنیو له امله ۶۵۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام