Asset 1SWN

له وچکالۍ سره د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چمتووالی

151998779_3853899341356874_6694761391545239789_o-p31jikuriin7awpr2p626lh8dy7oa2xyf9z68x2k5k

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، دوی له وچکالۍ سره مبارزې ته چمتو دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني نن ملت ته د حکومت د حساب ورکړې په پروګرام کې وويل، راتلونکی کال  وچکالي د یو لوی ګواښ په توګه پېژندل شوی؛ خو ياد وزارت اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، وچکالۍ سره يې د مبارزې کميسيون جوړ کړی دی.

په دې کمیسیون کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) سره په ګډه دې پايلې ته رسېدلي چې د وچکالۍ له کبله زيان ليدونکې سيمې  وپېژني او يادو سيمو ته د وچکالۍ رسېدو پر مهال دغو سيمو ته مرستې ورسېږي.

د جيلاني په وينا، د هېواد شمال ختیځ او سوېل لوېديځې برخې به د وچکالۍ له کبله ډېرې زيامنې شي.

نوموړی وايي، تر اوسه پورې ښايي د غور او بادغیس خلک له وچکالۍ سره مخ شي او زياته يې کړه: «مخکې له دې چې وچکالي شي، د غنمو کومې زېرمې چې پام کې لرو يادو ولايتونو ته لېږدوو او د وچکالۍ پر مهال يې وېشو.»

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، دوی ځینې مرستې هم ځانګړې کړي او د وچکالۍ پر مهال به زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي. خو د  دوی په وينا، تر دې دمه يې چې کومې کورنۍ به وچکالۍ سره مخ شي، دقيقې شمېرې نه لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام