Asset 1SWN

سلام وطندار

بادغیسۍ ناوې ځان‌وژنه وکړه

44-oxdj970igm0wui6qko09vajqp0brngjmqs4ppgiidw

 

د بادغيس ولايت د ښځو چارو رياست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، «جوند» ولسوالۍ کې يوې نوې ناوې د موږک د وژلو درمل خوړلي او ځان يې وژلی دی.

د ياد رياست رييسه راحله نادري وايي، دغې ناوې ۲۴کاله عمر درلود او يوه نیمه مياشت وړاندې يې واده کړی و.

نوموړې وايي، د مړې شوې مېرمنې جسد د هرات حوزوي روغتون ته څېړنې لپاره لېږدول شوی دی.

راحلې نادري زياته کړه د دغې ښځې خاوند تښتېدلی او پوليسو يې د خاوند مور او پلار  نيولي دي.

د بادغيس د ښځو چارو رييسه په دې ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له زياتېدو اندېښنه ښيي او وايي، په تېرو ۶ مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۴ پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېروالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام