د سلام‌وطندار موندنې؛ هرات، کابل او بلخ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د نوملړ په سر کې

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځنی کمپاین داسې مهال پای ته رسېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.

سلام‌وطندار د روان لمریز کال له پیله د زونونو په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې راټولې کړي، ښيي تېر کال ته په پرتلې روان کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

بادغیسۍ ناوې ځان‌وژنه وکړه

د بادغيس ولايت د ښځو چارو رياست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، «جوند» ولسوالۍ کې يوې نوې ناوې د موږک د وژلو درمل خوړلي او ځان يې وژلی دی.

د ياد رياست رييسه راحله نادري وايي، دغې ناوې ۲۴کاله عمر درلود او يوه نیمه مياشت وړاندې يې واده کړی و.