Asset 1SWN

سرپل کې یوې ښځې ځان څاه ته غورځولی او وژلی

خودکشی-q28y6tz1q5svt0avuwle4qkllhspfmah5pau7ilz7s

د سرپل د صیاد ولسوالي د امنیې قوماندان اسدالله عمري وايي چې د دې ولسوالي په «انګشکه عربیه» سیمه کې د ساجدې په نوم یوې ښځې ځان څاه ته غورځولی او وژلی دی. دا ښځه ۲۲ کلنه وه.

د نوموړي په وینا، لومړۍ څېړنې یې ښيي چې یاده ښځه پر اروايي ستونزو اخته وه او له همدې امله یې ځان وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عمري زیاتوي چې د پېښې په اړه یې څېړنې دوام لري او د کشفي او امنیتي برخو موندنې به بیا له رسنیو او خلکو سره شریکې کړي.

دا داسې مهال ده چې یوه ځوان د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د سرپل په سانچارک ولسوالي کې خپله کوژدنه او خواښې په چاکو وهلي او وژلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام