په کابل کې د کورونا  ویروس ناروغانو ته د ځانګړي شوي افغان ـ جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق اکبري وايي، د پخوا په پرتله د کورونا ناروغي د مراجعینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

هغه وايي، د هوا په سړېدو سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر کې شاوخوا ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی، خو د دغه روغتون روغتیايي تجهیزات، په ځانګړې توګه اکسېجن په کمېدو دی. د اکبري په وینا، اوس پر کورونا شاوخوا ۶۵ اخته کسان ورسره بستر او تر درملنې لاندې دي. نوموړی وايي، څو ورځې وړاندې د غزني د جاغوري ولسوالي ۲۴ اوسېدونکي دغه روغتون ته ورغلي وو چې له ډلې یې اووه هغه پر کورونا اخته وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، هڅه یې کړې چې له اړوندو چارواکو او موسسو سره د روغتیایی پرسونل د تنخوا د نه‌ورکړې او نورې ستونزې شریکې کړي، خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. نوموړی وايي، اوس اکسېجن له عمومي سټاک نه اخلي، خو که هغه هم خلاص شي، شته ستونزې به نورې هم سختې شي.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست د سرویلانس مسوول ډاکټر سعید امیرنژاد هم وایې چې د هوا په سړېدو سره ډېر کسان روغتونونو ته ورځي او اوس د کورونا اړوند روغتونونو کی ۴۲ ناروغان بستر دي.

د نوموړي په وینا، اوس د بودیجې د کمښت له کبله په کلیو کې د کورونا د سروې ټیمونو کار په ټپه درېدلی او داسې ښکاري چی د کورونا څلورم پړاو پیل شوی وي چې په خبره یې، دا یو سخت او ګواښوونکی پړاو دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مونږ هڅه وکړه چې د اکسېجن، د کورونا ناروغي د درملو او نورو تجهیزاتو د کمښت او روغتیایي کارکوونکو ته د تنخوا نه ‌ورکړې په اړه د عامی روعتیا وزارت او یا هم د حکومت د ویندویانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چی ځینې نړیوال بنسټونه د روغتیايي کارکوونکو د تنخواوو ورکړې ته تیار شوي، خو د معلوماتو پر بنسټ، لا هم دغه کار نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام