Asset 1SWN

تخار؛ یوې ښځې په سیند کې د لور له غرقېدو وروسته ځان، یوه لور او یو زوی هم ور غورځولي

75636034_413048276311426_5952936989945757696_n-880x550

د تخار محلي مسوولان وايي، پرون یې د دغه ولایت د فرخار ولسوالي د «لُژده» سیمې په یوه سیند کې د یوې ښځې او د هغې د  درېوو ماشومانو جسدونه موندلي او خاورو ته یې سپارلي دي.

د تخار د فرخار ولسوال سیف‌الدین مشتاق سلام‌وطندار ته ویلي، د فهیمې په نوم یوې ښځې دوه ورځې وړاندې په سیند کې د یوې کوچنۍ لور له غرقېدو وروسته ځان او خپل دوه نور ماشومان چې یو یې هلک او بله نجلۍ وه، هم اوبو ته ورغورځولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، فهیمې ۲۵ کاله عمر درلود او د کندوز اصلي اوسېدونکې وه. مشتاق زیاتوي، یاده ښځه چې کله په اوبو کې د لور له غرقېدو خبرېږي، ځان او دوه نور ماشومان هم ورغورځوي. نوموړی وايي، د یادې ښځې خاوند د پېښې پر مهال په کور کې نه و.

د تخار امنیه قومانداني وايي، تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده معلومه. د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر د پېښې د تایید تر څنګ، وايي چې په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

په همدې حال کې د «لُژده» سیمې اوسېدونکي وايي، کله چې فهیمه په سیند کې د خپلې کوچنۍ لور له غرقېدو خبره شوې، لومړی یې کور ته اور اچولی او بیا یې ځان او دوه نور ماشومان هم اوبو ته ور غورځولي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام