Asset 1SWN

نری رنځ هر کال د ۱۲ زرو افغانانو ژوند اخلي

1800x1200_what_does_covid_do_to_your_lungs_ref_guide-p4oq312bols15z15be2e006p3tgfovewr9beyqjrew-q6ul9hp1uhr1536xzh8hhcf7whfz1pxcytb1qga8w8

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د نري رنځ ناروغي پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې په تېر زېږدیز کال کې له ۷۰ زرو ډېر افغانان پر دې ناروغي اخته شوي او له ډلې یې ۱۲ زرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمدحسن غیاثي وايي چې د تېر زېږدیز کال پر مهال په بېلابېلو روغتونونو کې له ۵۰ زرو د ډېرو افغانانو درملنه شوې ده. هغه د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ وايي، هر کال په هېواد کې له ۷۰ زرو ډېر افغانان پر نري رنځ اخته کېږي چې له ډلې یې ۱۲ زره هغه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان په هېواد کې د نري رنځ ناروغي پر مهارولو ټینګار کوي او زیاتوي چې دغه سازمان به د افغانستان د روغتیا برخې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی اخترمحمد وايي: «د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې په هېواد کې د نري رنځ ناروغي مهار شي او دغه راز به په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو په ډېرولو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

بله‌خوا پر نري رنځ یوشمېر اخته کسان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه زیات کړي. د کندوز او لوګر اوسېدونکي عبدالرزاق او محمداجان چې پر نري رنځ اخته او افغان‌-‌جاپان روغتون کې بستر دي وايي، هیله لري چې ژر به روغ او بېرته خپلو کورونو ته وګرځي.

دوی زیاتوي: «څلور میاشتې کېږي چې پر نري رنځ ناروغي اخته شوی یم او پښتورګو مې اوبه اخیستي. اوس ډاکټران وايي چې باید عملیات شې.» «کابل ته راغلم او ډاکټرانو مې درملنه پیل کړه. اوس لږ چرک لري او هیله لرم چې ژر روغ شم.»

په افغان‌-جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالودود بیا وايي چې ټوخی، تبه او د شپې له‌خوا خولې کېدل د نري رنځ ناروغي نښې‌ نښانې دي. نوموړی زیاتوي:

«هغه ماشومان چې واکسین یې نه‌دی کړی او هغه کسان ډېر پر نري رنځ اخته کېږي چې د وجود دفاعي سېسټم یې کمزوری وي. پر نشه‌يي توکو اخته کسان، هغه ښځې چې تازه یې ماشوم زېږولی وي او پر خوارځواکۍ اخته کسان هم پر نري رنځ اخته کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو د شمېرو پر بنسټ، تېر کال په ټول هېواد کې د نري رنځ ناروغي د تشخیص او درملنې ۸۷۷ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او ډېری یې په لرې پرتو سیمو کې دي.

د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د تېر زېږدیز کال پر مهال په ټوله نړۍ کې له لس میلیونه ډېر کسان پر نري رنځ اخته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام