Asset 1SWN

د سپین‌بولدک-چمن لار پرانېستل شوه

000_9LK3YY

د کندهار د سپین‌بولدک-چمن لار چې له یوې اوونۍ راهیسې تړل شوې وه، نن بېرته پرانېستل شوه.

تېره اوونۍ دغه لاره وروسته له هغې وتړل شوه چې پر ډیورنډ کرښه د سپین‌بولدک-چمن دروازه کې یوه ناپېژنده وسله‌وال یو پاکستانی سرتېری وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې وه. تراوسه په رسمي توګه د دغه برید لامل نه دی معلوم.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ له پرله‌پسې ناستو وروسته د سپین‌ بولدک-چمن د دروازې پر بیاپرانېستلو هوکړه شوې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د سپین‌بولدک-چمن دروازې له تړل کېدو سره دواړو لوریو ته زرګونه کسان ایسار پاتې و چې ښځې، ماشومانو او ناروغان هم په‌کې شامل وو.

د یادې لارې د تړل‌کېدو له امله د افغان او پاکستاني سوداګرو ګڼ‌شمېر موټر هم دواړو لوریو ته ایسار وو چې د راپورونو پر بنسټ سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان هم اړولی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې پر ډیورنډ کرښه پاکستان سره د سپین‌بولدک-چمن دروازه تړل‌ کېږي، بلکې له دې وړاندې هم یاده دروازه کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او شخړو له امله په وار وار تړل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام