Asset 1SWN

خلیل‌الرحمن حقاني: مرستندویه بنسټونه دې بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړي

320327284_873504593685692_1084413794843403865_n

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو د وضعیت اروزنې په موخه (د مرکزي ولایتونو ترمنځ د ستراتیژیکې همغږۍ) تر عنوان لاندې غونډه وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني دې غونډه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو پر وضعیت اندېښنه وښوده او له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دې غونډه کې د خپلې وینا پر مهال پر محلي مسوولانو غږ وکړ چې د مرستو وېش بهیر کې روڼتیا په پام کې ونیسي او مرستې مستحقو کسانو ته ورسوي.

د دې ترڅنګ، مزار شریف کې یوشمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

مزار شریف کې یوه بې‌ځایه شوې مېرمن بنفشه وايي چې حکومت تراوسه ورسره مرسته نه ده کړې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د نوموړي په وینا، په راروان ژمي کې خوړو، ګرمو جامو او د ځانونو او کور تودولو لپاره سوند توکو ته اړتیا لري.

بل‌خوا پکتیا کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د یاد ولایت مرکز ګردېز ته کډه شوي، سلام‌وطندار ته ویلي، وچکالي او وروستیو سېلابونو يې ټول شته ترې واخیستل چې اوس ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پکتیا اوسېدونکی عبدالله وايي، تراوسه يې له حکومت څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې او له مرستندویه بنسټونو د لاسنیوي غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوس افغانستان کې ۳ میلیونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شتون لري چې ګڼ‌شمېر يې د وچکالۍ او سېلابونو له امله د خپلو سیمو پرېښېدو ته اړ شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام