د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت دوام؛ اسلامي امارت د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې د کابینې د پرېکړې له مخې، تر بل امر پورې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو بهیر ودروي. په همدې حال کې د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي هم تایید کړه چې یاد مکتوب د دغه وزارت له لوري خپور شوی او سم دی.

ګوټرېش: ا.ا دې له افغانستانه ګاونډیو ته د ګواښ د پېښېدو مخه ونیسي

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دې سازمان په وروستۍ کلنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې له خپلې خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونه مخه ونیسي. نوموړي د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، د بشري حقونو پر ټینګښت، ښځو او نجونو ته د زده‌کړو حق پر ورکړې ټينګار وکړ.

خلیل‌الرحمن حقاني: مرستندویه بنسټونه دې بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو د وضعیت اروزنې په موخه (د مرکزي ولایتونو ترمنځ د ستراتیژیکې همغږۍ) تر عنوان لاندې غونډه وکړه. د دې ترڅنګ، مزار شریف کې یوشمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

زابل کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه او ۸۰ پرې اخته شوي

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالي کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.

د مسوولانو په وینا، دغه ناروغۍ د شاجوی ولسوالي په «فتوزو» سیمه کې خپره شوې چې له امله یې دوه ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.