د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالي کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.
د مسوولانو په وینا، دغه ناروغۍ د شاجوی ولسوالي په «فتوزو» سیمه کې خپره شوې چې له امله یې دوه ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
په ورته مهال د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي سلاموطندار ته ویلي چې دغه ناروغۍ «تورغاړې/ تورې ټوخلي» ته ورته والی لري او پرې د اخته شویو ناروغانو له خولې او پوزې وینه بهېږي او شدیده تبه لري.
د عبدالحکیم حکیمي په وینا، د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې سیمې ته روغتیايي ډلې استولي او تراوسه د لسګونو ناروغانو درملنه شوې ده.
د زابل د عامې روغتیا رییس له خلکو غوښتنه کړې چې د ورته ناروغیو د نښو نښانو د لیدو په صورت کې د دغه وزارت د عامې روغتیا ریاست ته خبر ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې په وار وار د ناپېژنده ناروغیو د خپرېدو خبر ورکړل شوی دی.