د زابل روغتیایي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د شاه‌‌جوی ولسوالي په «شیخال» کلي کې یوه نوې ناپېژنده ناروغۍ خپره شوې چې د ماشومانو په ګډون، یوشمېر کسان پرې اخته شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي سلام‌‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت په شاه‌جوی ولسوالي کې تراوسه د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په وینا، د زابل روغتیایي کارکوونکو د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره اقدام کړی او بېلابېلو سیمو ته یې روغتیایي ټیمونه استولي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې تراوسه پر دې ناروغۍ د اخته ۱۰۰ کسانو درملنه شوې او د ۲۰ نورو  روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی چې ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا مسوولان ټینګار کوي چې تراوسه د دې ناروغۍ له امله څوک نه دي مړه شوي، خو بیا هم روغتیایي ټیمونه ګومارل شوي، څو په بېلابېلو سیمو کې د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره خدمات وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسوولان زیاتوي چې دا ناروغۍ کولرا ته ورته ده، خو د تشخیص لپاره یې هڅې روانې دي. څو موده مخکې هم په زابل کې یو ډول ویروسي ناروغۍ خپره شوې وه چې سلګونه ماشومان پرې اخته شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام