د زابل مسولان وايي چې د دغه ولایت د شاجوی ولسوالي اړوند په رباط سیمه کې یو لنډکروزر موټر چپه شوی چې له کبله یې څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شولي دي.
د زابل د امنیې قومانداني ویاند ذبېحالله جوهر وايي، دا پېښه نن سهار شاوخوا لسنیمې بجې شوې او پهکې د سپرو اتو کسانو له ډلې څلور کسان مړه او څلور نور یې ژوبل دي.
د هغه په وینا، د مرکز کلات ښار او شاجوی ولسوالي د روغتونونو روغتیايي ډله او امبولانس رسېدلی او د پېښې ټپیان یې مرکزي روغتون ته لېږدولي دي. جوهر زیاتوي چې په دې پېښه کې د مړو شویو کسانو جسدونه یې د شاجوی ولسوالي روغتون ته لېږدولي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا لومړی ځل نهدی چې ټرافیکي پېښې په زابل کې د خلکو ژوند اخلي، بلکې تر دې وړاندې هم ډېرې ټرافیکي پېښې شوي چې له کبله یې ګڼشمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده. مسوولان او خلک د دغو ټرافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بېغوري او سړکونو خرابوالی یادوي.