د میدانوردګ محلي مسوولان وايي چې بېګاه ناوخته «جمعه، مرغومې لومړۍ» په مرکز میدانښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پېښه د فولډر او یوې کرولا ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې چې پرمهال یې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په ټپيانو کې د یوې کورنۍ اته غړي شامل دي.
باید وویل شي چې تېره ورځ هم د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي وو.