Asset 1SWN

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي 

Helmand-New2

د هلمند د ګرمسېر ولسوالي کې د اوبو کانال ته د یوه موټر لوېدو له امله شپږ کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی. پېښه پرون دوشنبه د لړم ۲۸مه رامنځته شوې ده.

د هلمند د امنیې قومنداني ویاند ملا عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وایي چي یاده پېښه د ګرمسېر ولسوالي د «ډراب‌هشت» سیمه کي هغه مهال رامنځته شوې چی یو کوچنی «ویټزموټر» له سړک واوښت او د اوبو یوه لوی کانال ته ولوېد.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حقاني زیاته کړه چې دغه پېښه د موټرچلونکي د بې‌احتیاطي له امله رامنځته شوې.

هغه وویل: «په یاد موټر کي د یوې کورنۍ اووه غړي ناست وو چې شپږو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن موټرچلوونکی په زخمي حالت کي وژغورل شو.

د هلمند د امنیې قومنداني ویاند ملا عزت‌الله حقاني په وینا، په مړو شویو کې دوه ښځې، درې ماشومان او یو نارینه‌ شامل دي. ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

دغه ټرافیکي پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه او نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې ځینې کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شویو ډېری ټرافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سرکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا ښودل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام