Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې ټرافیکي پېښې؛ یوه اوونۍ کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

bbc054eb-c4df-4689-b49b-d861f007e37a

د هلمند محلي مسوولان وايي چې تېره اوونۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ جلا جلا ټرافیکي پېښو له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وایي، تېره اوونۍ د مرکز لښکرګاه تر څنګ، په ګرشک، نادعلي، کجکي، ناوه، سنګین، نهرسراج او واشېر ولسوالیو کي د دیارلسو ټراافیکي پېښو له کبله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دولس نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې نه یوازې هلمند، بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکې پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې خلکو ته مرګ‌ژوبله هم اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام