دغه ټرافیکي پېښه نن سهار د اندخوی ولسوالي او شبرغان ښار پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د فاریاب د ټرافیکو مدیریت د دفتر امر بریالی یارمل وايي چې پېښه د دوو کرولا ډوله موټرو، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یارمل په وینا، دواړه موټر چپه شوي چې له کبله یې یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د پېښې ټپیان د اندخوی ولسوالي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې څو ورځې وړاندې هم پر همدې لاره د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام