Asset 1SWN

هرات؛ په يوه ټرافيکي پېښه کې ۹ کسان مړه شوي

سرک-شاهراه-p1zcdffmjdtfl71d7sdivhuf3tknzcxs4se1b5l5sk

د هرات محلي مسوولان وايي، د کندهار ـ هرات لويه لار کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۹ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د هرات د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه نن وروسته له غرمې څلور بجې هغه مهال شوې چې کله  «۴۰۴» ډوله مسافر وړونکي موټر له يوه سراچه ډوله موټر سره ټکر وکړ.

د فقیریار په وينا، د سراچې ډوله موټر ټول مسافر چې ۹ کسان وو، مړه شوي او د «۴۰۴» ډوله مسافر وړونکي موټر ۲ سپرلۍ ټپيانې شوې دي.

نوموړی زياتوي، په مړو شويو کسانو کې ۳ ښځې، يو ماشوم او ۵ سړي شامل دي.

د يادولو ده چې ډېری مهال داسې پېښې د موټر چلوونکيو د بې‌احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام