کابل کې پر زده‌کوونکو پروني برید ملي او نړیوال غبرګونونه را پارولي

یوشمېر ښځې نن د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې د اعتراض په ډول سړکونو ته راووتلي، څو دغه ځای کې پر یوه ښوونیز مرکز پرونی برید وغندي، خو د اسلامي امارت ځواکونو د اعتراض اجازه ور نه‌کړه.
د ا.ا ځواکونو په دې سیمه کې خبریالانو ته هم اجازه ور نه‌کړه چې یاد لاریون ته خبري پوښښ ورکړي.

بېلتون‌پاله بلوڅان: د پاکستان پنځه پوځیان مو ووژل

د بلوچستان د بېلتون‌پاله بلوڅو (بي‌‌ا‌ِل‌ای) د پوځ ویاند آزاد بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پنځه پوځیان یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا، ځواکونو یې پرون جمعه د بلوچستان ایالت په «کوهلوای» سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو پټن‌ځای الوځولی دی.

پر «کاج ښوونیز مرکز» برید؛ یوناما: ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ ټپیان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن ماسپښین پر ټویټر لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د پروني برید د قربانیانو کره شمېرو را ټولولو لپاره یې کسان ګومارلي دي. 

یوناما ویلي، د پروني برید په اړه وروستۍ شمېرې یې ښيي چې په یاد برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: پر کاج ښوونیز مرکز د برید عاملان باید محاکمه شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو او د زده‌کوونکو د امنیت نه خوندیتوب د ناوړه پایلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په اعلامیه کې سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره زده‌کړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي پر حق هم ټینګار شوی دی.