Asset 1SWN

سلام وطندار

د رسنیو مالي ستونزې؛ خوست کې «رڼا راډیو» وتړل شوه

ااااا

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د رڼا په نوم محلي راډیو نن د مالي ستونزو له امله خپل نشرات بند کړل.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني وایي، سره له دې چې «رڼا راډیو» سره یې تر خپلې وسې مرسته کړې، خو په خبره یې، د مالي ملاتړ نه لرلو او اقتصادي ستونزو له کبله وتړل شوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، خوست کې نورې رسنۍ هم اقتصادي ستونزې لري، خو مسوولان یې له بېلابېلو لارو خپل لګښتونه برابروي او تراوسه د تېر په څېر نشرات کوي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ډاډ ورکوي، هغه څه چې د دوی په وسه پوره وي، له رسنیو سره به همکاري وکړي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې سلګونه تصویري، غږیزې، چاپي او انلاین رسنۍ چې ډېریو یې اقتصادي ستونزې لرلې، تړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام