د راډیو نړیواله ورځ؛ «مالي ستونزو د راډیويي خپرونو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی»

د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې دا مهمه او نوموتې رسنۍ د مالي ستونزو او محدوديتونو له امله د خپرونو د کمیت او کیفیت له کمښت سره مخ ده.
په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د ځینو راډیوګانو مسوولان وايي، پر رسنیو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو هېواد کې د راډیويي خپرونو پر کیفیت او کمیت منفي اغېز کړی دی.

غور کې د مالي ستونزو له امله یوې راډیو خپل نشرات درولي

 په غور کې د «سرحد» په نوم د محلي راډیو مسوولانو ویلي چې د مالي ستونزو، برښنا نه‌شتون او د خبریالانو د دندې د بدلون له امله یې د دغه راډیو نشرات درولي دي. په غور کې د سرحد راډیو مدیر مسوول سیدمعروف سعیدي سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه راډیو په تړل کېدو سره د یاد ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

په سوېل ختيځ زون کې ۲۰ چاپي رسنيو خپل نشرات درولي

پکتيا کې د رسنيو مسوولان وايي، د نظام په بدلېدو سره ډېری چاپي رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي. د پکتيا پريس کلب مشر فريدالله احمدزي سلام‌وطندار ته وويل په دې ولايت کې د مالي ستونزو  او د کاري چاپيريال د نشتوالي له امله شپږ چاپي رسنۍ، مدار، افغان ننګ، سبا، تحليل، څراغ او پکتيا غږ مهالنۍ نشرات په ټپه ولاړ دي.