Asset 1SWN

د رسنیو د سقوط دوام؛ «کابل نیوز» د لنډ مهال لپاره وتړل شو

په کابل نیوز ټلوېزیون کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته تایید کړه چې د لنډې مودې لپاره یې نشرات درولي دي.

سرچینې که څه هم د دغه ټلوېزیون د نشراتو درېدو لامل په ګوته نه کړ، خو زیاته یې کړه چې له ځینو ستونزو سره مخ و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینه وايي: «کابل نیوز ځینې ستونزې لرلې. د لنډې مودې لپاره بند شوی او تر هغه پورې به پر ټولنیزو رسنیو خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.»

کابل نیوز ټلوېزیون له کلونو راهیسې په هېواد کې نشرات کول او د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ټلوېزیون څښتن د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم دی.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې سلګونه بېلابېلې رسنۍ د مالي او ځینو نورو ستونزو له کبله تړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام