تخار کې د مېنو پر سر لانجه او د ا.ا د پلاوي پرېکړه؛ یو لوری: ناخوښ یوو

په داسې حال کې چې هوا په سړېدو ده او ژمی هم را روان دی، د تخار په خواجه‌ بهاالدین ولسوالي کې سلګونه کورنۍ په ناسم وضعیت کې تر خیمو لاندې اوسېږي.
اسلامي امارت یادې ولسوالي ته د یوه پلاوي په لېږلو تازه پرېکړه کړې چې د دغو کورنیو مېنې هغو کسانو ته ورکړي چې څه موده مخکې ورته راغلي وو او ویل یې چې د دې سیمې مېنې او جایدادونه یې خپل دي.

جوزجان کې د غالیو د پراسېس مرکز جوړېږي

د جوزجان د اقچې ولسوالي په بازار کې د لومړي ځل لپاره د غالیو د پراسېس یو مرکز جوړېږي.
د عابد افغان شرکت مشر ذبېح‌الله زاهد چې دا پروژه عملي کوي، وايي چې دغه مرکز د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR له‌خوا ورکول کېږي، پر دوه زره متره مربع ځمکې په دوو پوړونو کې جوړېږي.

کابل کې معترضې ښځې: نړیواله ټولنه دې مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي

یوشمېر افغان ښځې نن دوشنبه د لړم نهمه د کابل ښار «شهرنو پارک» کې له دولتي ادارو او د کار بازار څخه د ښځو حذفولو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

یادو معترضو مېرمنو چې د اعتراض پرمهال خپل تحصیلي سندونه نندارې اېښي وو، وویل چې له یوه کال راهیسې ورته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.