Asset 1SWN

اسټرالیا په ۴۲ منډو ایرلنډ ته ماته ورکړه

348489

د ۲۰۲۲ کال د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر ایرلنډ ته ماته ورکړه.

اسټرالیا په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شل اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ایرلنډ ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر ارون فینچ ښه وځلېد او ۶۳ منډې یې جوړې کړې.

په ځواب کې د ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې له ټاکل شویو شلو اورونو څخه ۱۸.۱ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۷ منډې جوړې کړې.

د ایرلنډ لپاره په توپوهنه کې لورکان ټاکر ښه لوبه وکړه او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. نوموړي ۷۱ منډې جوړې کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسټرالیا په دې بریا سره د جدول دویم ځای خپل کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام