Asset 1SWN

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام؛ بنګلدېش نیدرلنډ له مخې پورته کړ

348134

د روان ۲۰۲۲ کال د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې په خپله لومړي سیالي کې نیدرلنډ ته د نهو منډو په توپير ماته ورکړه.

د بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سیالي کې په خپله توپوهنه کې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې جوړې کړې او نیدرلنډ ته یې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بنګلدېش لپاره په توپوهنه کې افیف حسین تر ټولو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې.

د بنګلدېش د ټاکلي هدف په ځواب کې نیدرلنډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او دې لوبه کې یې د نهو منډو په توپیر ماته وخوړله.

د نیدرلنډ لپاره کولن اک‌کرمن ښکلې لوبه وکړه او ۶۲ منډې یې جوړې کړې، خو خپله لوبډله یې له ماتې ونه شویا ژغورلی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې نن زمبابوې له سویلي افریقا سره لوبه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام