د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د لوګر په مرکز پلعلم کې د ۱۸ کلبونو ترمنځ د کرېکټ د پیل شویو سیالیو اتلولي، د همت لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
د لوګر د کرېکټ امر بشیراحمد ساحل سلاموطندار ته ویلي چې دغه رسمي لوبې یوه میاشت وړاندې دغه ولایت کې پيل شوې وې چې ۱۸ کلبونو پهکې ګډون کړی وو .
ساحل زیاته کړه چې د دغو سيالیو له لارې به غوره لوبغاړي ولایتي لوبډلې ته راولي او د ولایتونو په کچه به سیالیو کې لوبېږي. د لوګر انټر کلب سیالیو ته د لیدو لپاره د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه سلګونه نندارچیان هم ورغلي وو.
انټرکلب یا کلب لېول د هېواد په کچه هغه سيالۍ دي چې هرکال په بېلابېلو ولايتونو کې د کرېکټ بورډ ادارې لهخوا د غوره لوبغاړو موندلو لپاره ترسره کېږي.