Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې «د سوېل ختیځ زون د پانګونې، فرصتونو او ننګونو» په نوم یوورځنۍ غونډه جوړه شوه

لوگر1

د سوېل ختیځ زون یوشمېر سوداګرو په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د جوړ شوي کنفرانس پر مهال له حکومت څخه وغوښتل چې په لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د صنعتې پارکونو، برښنا، ټرانزېټي بندرونو، ټکس او مالیې او همدارنګه د ملي پروژو عملي کېدو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پانګه‌والو په وینا، دوی تیار دي چې په افغانستان کې پاتې شې، خپلې پانګونې او سوداګرۍ ته دوام ورکړي، خو حکومت ته په‌کار ده چې د دوی د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې شته خنډونه لرې او ورته اسانتیاوې برابرې کړي. دوو پانګه‌والو محمدیعقوب او ضیاالحق وزیرزي په دې اړه وویل:

«د لوګر-‌کابل عمومي سړک کارونه چې همداسې نیمګړي پاتې دي، باید پام ورته وشي؛ ځکه په وینا یې، سلګونه ټرانزېټي موټر او مسافر پر دې لویې لارې تګ‌راتګ کوي. د لوګر سټراټېژیک موقعیت ته په کتو، د هوايي ډګر، عینکو کان او صنعتي پارک د پروژو عملي کېدو پر وړاندې شته ننګونې باید له منځه یووړل شي.»

د دولت مرکزي ادارې څخه غواړو چې په لوګر ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو او مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي او همدارنګه په دغه ولایت کې د صنعتي پارک نیمګړې چارې بشپړې شي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، په افغانستان کې تر بل هر وخته سوداګرۍ او پانګونې ته ښه فرصتونه برابر شوي دي. نوموړي پر سوداګرو او ملي پانګه‌والو غږ وکړ چې په افغانستان کې خپله سوداګري او پانګونه دوه‌برابره کړي او په خبره یې، د دوی پر وړاندې شته ستونزې به ژرترژره لرې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په پاکستان کې پر مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو هم غږ وکړ چې خپلې پانګې هېواد ته راولېږدوي او خپل هېواد کې پرې پانګونه او سوداګري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام