Asset 1SWN

هېواد کې د پانګونې لپاره د اسانتیاوو نه برابرېدو په اړه د پانګه‌والو اندېښنې

20221208_220802-pyvdj2mywudbdon66tz1ee7cu5snswyupasi061ax4

یوشمېر پانګه‌وال د ا.ا له‌خوا د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له جوړېدو سره هم‌مهاله وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې، خو په هېواد کې د پانګونې لپاره د فرصتونو نه‌شتون او د دوی پر وړاندې شته ننګونو په اړه اندېښنې لري.

په کابل کې د مینځلو توکو د تولیدي شرکت مسوول محمدحامد فیضي او د معدني اوبو د تولید شرکت مسوول رستم زیوري چې په دغو برخو کې یې له پانګونې یو کال تېرېږي وايي، په سختۍ سره د جواز ترلاسه کولو او د لوړې مالیې ورکولو یې د پانګونې لپاره لېوالتیا کمه کړې ده. دوی وايي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«اوسني حکومت د پانګه‌وال لپاره د جواز اخیستو کې ډېرې ستونزې جوړې کړي. مخکې مو یوازې یو جواز له سوداګرۍ وزارت څخه اخیست، اوس څو سکټورونو ته لېږل کېږو او کله چې ادارو ته ورځو، زرګونه ستونزې لرو. د دې تر څنګ، کومه مالیې چې له موږ اخلي، په تېره کله چې جواز نوی کوو، ډېره ده.»

«د دې لپاره چې لازم بستر راته برابر شوی نه‌دی، دا موږ زړه‌توري کوي. دولت راته لومړني امکانات، لکه منظمه برښنا، ځمکه او نور امکانات نه‌دي راکړي. د دې تر څنګ، د جواز لګښت لوړول چې د تازه‌دمي پانګه‌وال لپاره یې ورکول سخت دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ، د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو او د پانګه‌والو د ستونزو حل په موخه د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت په مشري د پانګونې کمېټه جوړه شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «دا کمېټه به د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به د بروکراسۍ او جعل‌کارۍ مخه ونیسي. د دې کمېټې په جوړېدو سره به د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې روڼتیا، د کارونو چټکتیا او اغېزمنتیا رامنځته شي.»

بله‌خوا د اقتصادي چارو شنونکي بیا د وزارتونو ترمنځ د کمېټې جوړېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري. د اقتصادي چارو شنونکي تاج‌محمد تلاش او ابوذر افضلي په اړه وايي:

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«که دې کمېټې ته واک ورکړل شي، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د را اړولو او د افغانستان د پانګې تېښتې مخنیوي لپاره ګټوره تمامېدای شي. د دې تر څنګ، د دې کمېټې اغېزمنتیا هغو معقولو اقتصادي طرحو ته ورګرځي چې په اقتصادي نظام کې به مثبت بدلونونه راولي.»

«د ورته کمېټو جوړېدل په ښکاره د پانګونې جذبولو لپاره ګټورې تمامېدای شي، خو په عمل کې په طرزالعمل او د هغه روڼتیا پورې اړه لري. تر عملي کېدو یې ډېر وخت دی؛ نو د دې کمېټې جوړېدل د هغې د طرزالعمل جوړېدو سره تړاو لري.»

د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر دې مخکې هم په اقتصادي برخه کې حکومت ته د مشورې ورکولو په موخه د افغانستان اقتصادي مشورتي بورډ جوړ کړی چې د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان، سوداګر او صنعتکاران په‌کې برخه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام