د طالبانو له لوري د کابینې له اعلان وروسته نن په کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل چې طالبانو په خپله کابینه کې د ښځو چارو وزارت لغوه کړی دی.

د دې غونډې یوې اعتراض کوونکې زینب اخلاقي وویل چې د ښځو چارو وزارت لغوه کېدل د طالبانو له لوري ټول ګډونه حکومت نه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «موږ تېره ورځ د دې شاهد وو چې طالبانو خپل موقت حکومت اعلان کړ، له بده مرغه په هغه کې ښځو ته ګډون نه دی ورکړل شوی او هغه وزارت چې د ښځو اړوند و لغوه شوی دی. هغوی په دې کار سره وښوده چې هغوی نه یوازې په ټولشموله حکومت باور نه لري، بلکې پر هغه حکومت هم باور نه لري چې په هغه کې ښځې ګډون ولري. موږ نن دلته راټولې شوې یو، څو وښیو په هغه حکومت کې چې ښځې ګډون ونه لري د منلو وړ نه دی.»

په همدې حال کې زهرا ماندګار چې په دې اعتراضه غونډه کې یې ګډون کړی، وایي چې د ښځو چارو وزارت لغوه کېدو سره د نوي حکومت مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راغلی او د طالبانو پر چلن يې هم پوښتنې راپورته کړي دي.

هغې زیاته کړه: «ډېر ښځې دلته راټولې شوې یو، د ښځو د حقونو د خوندیتوب په موخه، زموږ شعارونه یوازې د ښځو لپاره دې، څو دوی ته خپل حق ورکړل شي. بې‌له تاوتریخوالي څخه نن راغلي یو چې خپل حق وغواړو. بېګاه شپه کابینه اعلان شوه چې یوه ښځه هم پکې نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی وايي، د ښځو چارو وزارت نه دی لغوه شوی، بلکې د هغه پر جوړېدو هم کار روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام