پرون د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خبري ناسته کې د طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ورسره په کور دننه او له هېواده بهر یې د ګڼ‌شمېر سیاستوالو، د چارو شنونکو، د طالبانو ضد اړخونو او ځینو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

یو‌شمېر افغان سیاستوال خبرداری ورکوي چې د افغانستان راتلونکي حکومت په اړه به ډېر ژر خپل دریځ اعلان کړي. احمد مسعود چې د طالبانو ضد جبهې مشري کوي، په یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغانانو پخوا هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت او مبارزه کړې او اوس به هم دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عطامحمد نور او ځینو نورو د طالبانو ضد سیاستوالو هم د دغې ډلې کابینې پر وړاندې غبرګون ښودلي. د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د طالبانو موقتې کابینې سره مخالفت ښودلی او یوه اعلامیه کې یې ویلي:

«د طالبانو د اعلان شوې کابینې له ترکیب څخه معلومیږی چې یادې ډلې افغانستان کې د قدرت او سیاست مسلې ته د پخوانیو تحمیلي مشرانو په نسبت ډیر په افراطي او انحصاري شکل کتلي دي.»

د اسلامی امارت د موقتې کابینې د اعلان په اړه د کورنیو غبرګونونو ترڅنګ په نړیواله کچه هم غبرګونونه څرګند شوي دي.

له هېواد بهر یو‌شمېر سیاسي شنونکو ویلي، د طالبانو کابینه د دې واقعیت ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت پرته له خپلو کسانو د بل چا زغم نه ‌لري.



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د کابینې نوملړ یې لیدلی او دې ته متوجې شوي چې د کابینې ټول غړي یا طالبان او یا هم دوی ته نږدې کسان دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په کابینه کې د ښځو نه‌شتون ته په اشارې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په شرایطو برابرو کسانو ته دې اجازه ورکړل شي چې په خوندي توګه له افغانستان څخه ووځي.

دغه‌راز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د طالبانو کابینه سرپرسته ده، خو دوی افغانستان کې هرڅه په سمه توګه څاري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغانستان کې د بحراني حالت له امله موقته کابینه اعلان شوې او راتلونکې کې به پاتې کابینه بشپړه شي.

له دې وړاندې نړۍ‌والې ټولنې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په جوړېدو یې ټینګار کړی و او څرګنده کړې یې وه چې په دغه حکومت کې باید ټول قومونه او سیاسي کړۍ ونډه ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال پرون په هند کې د روسیې سفیر هم ویلي، افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتونکی دی او که د طالبانو حکومت پراخ‌بنسټه وي، نو دوی به یې به رسمیت وپېژني.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام