Asset 1SWN

لاوروف: ا.ا تر هغه په رسمیت نه پېژنو چې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي

سرگئی-لاوروف-q5l9duw82wo3w9eowhoe53t0l11tvvw790xsvhzi4o (1)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې جوړېدونکې غونډې په اړه چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه به هم په‌کې بحث وشي، د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، تر هغه چې ټول‌ګډونه حکومت نه وي جوړ شوی، روسیه به اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «موږ به اسلامي امارت تر هغه په رسمیت ونه پېژنو چې خپل مسوولیتونه یې نه وي ادا کړي. څرنګه چې د نړۍ هېوادونو ویلي دي، په دغو مکلفیتونو کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول شامل دي. ټول‌ګډونه حکومت نه یوازې د ټولو قومونو د شتون مانا لري، بلکې د سیاسي ډلو ګډون هم حتمي دی. اسلامي امارت وايي چې په حکومت کې يې اوزبېک او هزاره هم شته. دا رښتیا ده، خو دوی د اسلامي امارت غړي دي. “سیاسي ډلې هم باید د پام وړ حضور ولري.”»

په همدې حال کې د پوهنتون استاد سیدشفیق‌الله سادات سلام‌وطندار ته ویلي چې روسیه له اسلامي امارت څخه خپلو غوښتنو ته نه‌ده رسېدلې.

د نوموړي په وینا، که څه هم روسیې په دغه هېواد کې د افغانستان رسمي استازولي اسلامي امارت ته وسپارله او ځینې غونډې یې هم جوړې کړې، خو اسلامي امارت د روسیې غوښتنې نه‌دي عملي کړي او نه یې هم لوړپوړي چارواکي له دغه هېواد سره نږدې اړیکې لري.

د سیاسي چارو شنونکی جمعه‌خان پویا وايي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر موخه ډېره څرګنده ده چې افغانستان کې باید د خلکو د رایو پر بنسټ حکومت جوړ شي.

هغه زیاتوي، روسیه پوهېږي که افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت جوړ نه‌شي، ښايي ترهګري پیاوړې شي او د افغانستان له پولو د سیمې هېوادونو ته ور ورسېږي چې دغه وضعیت په مستقیم او نامستقیم ډول د روسیې ګټې زیانمنوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو اسلامي امارت ته نږدې سیاسي فعال سیدذکرالله هاشمي وايي چې د روسیه دا څرګندونې یوازې په رسنیو کې دي او په خبره یې، په عمل کې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته لېواله دی او عملاً له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکه راشه‌درشه کوي.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو نږدې دوه کاله تېرېږي، خو د یوه ټول‌ګډونه حکومت د نه جوړېدو او نړیوالو ارزښتونو ته د نه درناوي له امله یې په رسمیت پېژندل ځنډېدلي دي. خو اسلامي امارت دا هر څه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام