Asset 1SWN

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي

800-232x165

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۷۹ نور پرې اخته شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۸۴۹ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په یاده موده کې ۵۴۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي. د وزارت د شمېرو له مخې، تازه پېښې په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۱۴۱ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۳۴۶ هغه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په یاده موده کې ۴۶ زره او ۴۱۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه ۲۲۸ زره او ۱۰۵ کسانو په ټول هېواد کې د کورونا ټېسټونه کړي دي.

په نړۍ کې بیا د کورونا د مثبتو پېښو شمېر له ۹۵ میلیونه او ۵۳۰ اوښتی چې له ډلې یې له ۲ میلیونه او ۴۰ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۶۸ میلیونه او ۲۴۰ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام