هندي رسنیو نن راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه پر خبرو سربېره د سیمې پر وضعیت د اوکراین د جګړې د اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.

د هند « NDTV» شبکې د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې هغه د افغانستان پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي. خو ددغو خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادولو وړ ده چې شپږ ورځې وړاندې (سه شنبه، د وري په ۲۳مه) د هند او امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم د افغانستان په اړه خبرې کړي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک سره سم چې پکې ویل شوي د افغانستان خاوره بیا د هېڅ یو هېواد پر ضد ونه کارول شي، صادقانه عمل وکړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام