د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز په افغانستان کې په راتلونکي ژمي کې له وخت وړاندې د انساني ناورین له پېښېدو او له امله یې د زیاتې مړینې خبرداری ورکړی دی.

مېرمن لاینز چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې هر څه ژر باید له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل یوه لار پیدا شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د افغانستان اقتصاد د «پاشلو» له ګواښ سره مخ دی او نړیوال باید افغانستان هېر نه کړي.

د ملګرو ملتونو دغه مسووله وايي چې مرستندویه، د سیمې او د افغانستان ګاونډي هېوادونه د ملګرو ملتونو په ملاتړ کولای شي، د افغانستان د اوسېدونکو د ژغورنې لپاره ستر بدلون رامنځ ته کړي.

 د ډیبورا لاینز په وینا، ملګري ملتونه په دې هڅه کې دی چې څنګه کولای شي، په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو او ښوونکو معاشونه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له کانګرېس څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دي، ازادې کړي.

خو د دغه لیک په ځواب کې د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي توماس وېسټ وویل چې د کابل له سقوط وړاندې امریکا دا څرګنده کړې وه، که چېرته طالبان د زور له لارې واک ترلاسه کړي، مرستې به پرې ودروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام