د بشري او مدني حقونو شاوخوا ۲۵ نړیوالو سازمانو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا څخه غوښتنه کړې چې د دغې شورا په پنځوسمه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو په اړه بحث وکړي.
دغه لیک چې پرون خپور شوی، د بشرحقونو شورا څخه پهکې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ناورین ته د ځواب ویلو لپاره له وړاندې کېدونکي پرېکړهلیک څخه ملاتړ وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغو سازمانونو همداراز ویلي چې له اګسټ میاشتې وروسته او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله، افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د بشريحقونو وضعیت خراب شوی او د زدهکړو، کار او ازادۍ له حق څخه محرومې شوې دي.
په ورته مهال دوی ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو پر ازادۍ، راټولېدنې او اعتراض پراخ محدودیتونه لګولي دي. په لیک کې همداراز راغلي چې افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی چې د نجونو زدهکړې پهکې بندې دي.
یادو سازمانونو زیاته کړې چې اسلامي امارت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحل کړی او په دې کړنې سره، هغه افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې چې د بشرحقونو له نقض او جنسیتي توپیر سره مخ شوي، د غږ اورېدولو یوازینۍ سرچینه هم پرې بنده شوه.
په لیک کې همداراز زیاته شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر دغه هېواد ته د خپل یوولس ورځني سفر پرمهال د اسلامي امارت وروستي اقدامات له ټولنې څخه د ښځو څنډې ته کولو په معنی بللي دي.
بلخوا د بشري حقونو سازمانونو ویلي چې دا په اوسنۍ نړۍ او له هغه وخت راهیسې چې په ۱۹۹۶ کې اسلامي امارت په وروستي ځل واک ترلاسه کړ، د ښځو د حقونو تر ټولو جدي ناورین دی.
په لیک کې د اسلامي امارت له لوري د ښځو او نجونو د مخ پټولو او د اړتیا پر وخت له کور څخه د وتلو په برخه کې تازه بندیزونو ته هم اشاره شوې ده.
په ورته مهال د نړیوالو څېړنو، د عیني شاهدانو او ویډیوګانو پربنسټ، ویلي شوي چې د ښځو حقونو ملاتړ کوونکې او نورې معترضانې د برید، تښتونې او ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
نړیوالو سازمانونو د دغه لیک په پای کې د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا ته ویلي چې د ښځو وضعیت او په سیستماتیک ډول د بشرحقونو څخه نقض ته په پام، اړتیا ته ده چې دغه شورا افغانستان کې د ښځو حقونو ناورین وڅېړي او د ښهوالي لپاره یې بېړني اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په نږدې نهو میاشتو کې، افغان ښځو او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ او له خپلو لومړنیو حقونو څخه محرومې شوې دي.
له دې وړاندې هم یوشمېر نړیوالو سازمانونو په بېلابېلو ناستو کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونه مراعات کړي.