د افغان دولت او طالبانو پلاویو چې د سولې په اړه خبرواترو په موخه ایران ته تللي وو، نن یې له دوه‌ورځني بحث وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې لیکل شوي چې جګړه د حل لاره نه ده او باید پر سیاسي او سوله‌ييزې حل‌لارې تمرکز وشي.

په اعلامیه کې د دواړو لوریو ترمنځ د تهران غونډه ګټوره بلل شوې او لیکل شوي چې جګړه د افغانستان سلامتیا ته زیان رسوي او باید د پای ته رسېدو لپاره یې سیاسي لارې چارې ولټول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړو لوریو ویلي چې یادې خبرې اترې د ورورولۍ په فضا کې شوي او پر ټولو مسایلو په جزیاتو او روښانه بحث شوی دی.

د افغان دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ دوه‌ورځنۍ ناسته پرون په تهران کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د افغانستان په استازولۍ محمدیونس قانوني، عبدالسلام رحیمي، عبدالکریم خرم او یوشمېر نورو کسانو ګډون کړی و. دغه راز، د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشري د طالب ډلې یو پلاوی هم دې غونډې ته ورغلی و.



په یاده اعلامیه کې لیکل شوي: «دواړو لوریو پرېکړه کړې، څو پر هغو مواردو چې مشورې او لا زیات وضاحت ته اړتیا لري، لکه تلپاتې سولې ته له جګړې د تګ مکانیزم، د هوکړې وړ اسلامي نظام او ورته د رسېدو لارې چارې، په راتلونکې غونډه کې چې د امکان وړ فرصت کې به جوړه شي، بحث وکړي او یوې پایلې ته به ورسېږي.»

اعلامیه زیاتوي: «دواړه لوري هغه بریدونه چې د خلکو کورونه، ښوونځي، جوماتونه او روغتونونه په‌کې نښه ګرځي، ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو لامل کېږي او دغه راز عامه بنسټونه زیانمنوي، په سختو ټکو غندي او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تهران غونډه تر اوسه ځینې غبرګونونه هم له ځان سره لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په محتاطانه ډول په تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو ترمنځ د لیدنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ورته ګامونه د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي، خو په وینا یې، پایله به یې په راتلونکي کې روښانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په یوه خبري غونډه کې د افغان سولې خبرواترو په برخه کې د ایران د کوربه‌توب هرکلي ترڅنګ، ویلي چې د افغانستان ګاونډیان باید په دغه هېواد کې د سولې راتلو لپاره خپل نفوذ په مثبت او اغېزناک ډول وکاروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام