د امریکا یوه مهم ډیپلوماټ له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، سره له دې چې په ولسوالیو او ځینو سیمو کې طالبانو پرمختګ کړی، خو واشنګټن به په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن وايي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر ګړندي کېدو په موخه به راتلونکې اوونۍ د قطر په دوحه کې غونډه جوړه شي.

دغه امریکايي ډيپلوماټ وايي: «د دې غونډې موخه پر خبرواترو بیا تمرکز او داسې لوري ته د مذاکراتو سیده کول دي چې وکولای شي بریا او پرمختګ ته نږدې شي… موږ خپلې هڅې نه پرېږدو او داسې پلان هم نه لرو.»

د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو چې تېره میاشت بیا پیل شوې، کومه پایله نه لرله او دواړو لوریو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې په دوحه کې به د لوړې کچې مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې اعلامیه کې چې له دوه‌ورځنیو خبرواترو وروسته خپره شوه، لیکل شوي چې دواړه لوري به د ملکیانو د ژوند او عامه بنسټونو خوندیتوب او د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.

په دې ګډه اعلامیه کې لیکل شوي: «دواړه لوري دې پایلې ته رسېدلي چې یوې داسې هوکړې ته چې وکولای شي د ټولو افغانانو ګټې او غوښتنې د اسلامي اصولو په رڼا کې په بر کې ونیسي، اړتیا ده. دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې په لوړه کچه خبرواترو کې به ګډون کوي او داسې هوکړې ته ځان رسوي او دغه راز ورته د رسېدو لپاره به ورته غونډې دوام مومي.»

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم د اوربند او بندیانو خوشې‌کېدو په اړه هوکړې ته د رسېدو لپاره د ګډې اعلامیې له خپرېدو، څو دقیقې وروسته هغه رد کړه.

 له دغو خبرو سره هم‌مهاله وسله‌والو طالبانو نږدې ۲۰۰ ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي او اوس یې د ولایتونو پر مرکزونو خپل بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو د جمعې په ورځ پرهرات ښار بریدونه پیل کړل چې د دوی دغه کړنه د افغانستان د درېیم لوی ښار چې نیم میلیون نفوس لري د اوسېدونکو د وېرې او ډار لامل شوی دی.

راس ویلسن له سلام‌وطندار سره په مرکه کې له افغان امنیتي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت پر دوامداره همکارۍ ټيڼګار کوي او وایي چې «په دې هڅه کې یو چې د چورلکو او نورو مهماتو بهیر چټک کړو، مونږ پر وسله‌والو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي چې اغېزمن وو او غواړو چې دغې لړۍ ته دوام ورکړو.»



دغه امریکایي دیپلومات د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوحې هوکړې اصلي موخه  سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو پیل و، څو د افغانستان د لسیزو جګړه پای ته ورسوي.

د هغه په وینا، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده او دغې هوکړې په ټول افغانستان کې هیله‌مندۍ رامنځ ته کړي چې د امریکا موخه هم همدا وه.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وایي، د افغانستان امنیتي برخه څخه ملاتر د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او بشري او اقتصادي مرستې په دویمه درجه‌بندۍ کې  شتون لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویلسن وایي: «روښانه ده چې زمونږ لومړیتوب له امنیتي برخې دی. یعنی د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ او د اړتیا وړ تجهیزاتو تامین سربېره، د پيلوټانو روزنه، د هوایي ځواکونو په پښو درول او اغېزمن ساتل او همداراز د دوی نور تجهیزات.»

هغه زیاتوي چې د امریکا هوايي بریدونه د افغانستان ځواکونو ته په ښکاره ډاډ دی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دوی یوازې نه دي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست د جمهوري نظام او له خلکو څخه د دفاع په موخه د افغانستان د مشرانو د راټولېدو او د دوی په یووالي او همغږو هڅو ټيڼګار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام